د پښتني بانک د عامل پلاوی مشرتابه ښاغلي احمد جاوید ( وفا ) دانټرکانټنینټال هوټل قدرمن رئیس فضل المالک سره لیدنه
نن سه شنبه د پښتني بانک د ریاست په مقام کې د انټرکانټنینټال هوټل قدرمن رئیس فضل المالک نیازي د پښتني بانک عامل پلاوي مشرتابه ښاغلي احمد جاوید ( وفا ) سره په یو لړ موضوګانو خبرې اترې وکړي له ډواړو لورو د پوره همکاریو ژمنې اوشوي او په راتلونکې کې به د پښتني بانک مخکښ پیریدونکو ، او شرکتونو ته د پښتني بانک لخوا خاص کارډونه ورکول کیږي چې ددې کارډونو اشخاص به په خاص تخفیف سره د انټرکانټنینټال هوټل د اداری لخوا منل کیږي او پیریدونکې به ترې ګټه اخلي.