د مهاله سپما حساب

د خاصو  خلکو لپاره د بانکوالۍ چوپړتیاوې چمتو کول !

 د غوره بانکوالۍ د مهاله سپما حسابونه

په پښتني بانک کې د خاصو خلکو لپاره چوپړتیاوې او ښې اسانتیاوې، او د دوي لپاره اعلا چوپړتیاوې .

تاسو کولای شئ د خپلو پیسو د تبادلې پر مهال د دې ځانګړو چوپړتیاوو څخه ګټه پورته کړئ.

د دې  محصول سره  په هېواد کې وړیا او د ګرانو پېریدونکو لپاره د سفر په وخت کې هر ډول چوپړتیاوې شاملې دي.

د دې محصول ترتیب او( ډیزاین ) د هغو ګرانو پېرېدونکو لپاره دي ، چې د بانک په داخل کې د غوره میتودونو او چلند په لټه کې وي.

تاسو د غوره اشخاصو او پېرېدونکو په صفت اوس کولای شئ یو ځانګړې (وې ایې پي)سالون و کاروئ، سربېره پر دې تاسو د پېرېدونکو د چوپړتیاوو چمتو کولو مسولیت هم لرئ، چې د بانکي معاملاتو په ټولو برخو کې همکاري کولای شي.

تاسو کولای شئ خپله بانکداري په ځانګړې او خوندې ځای کې ترسره کړئ.

د انلاین بانکوالۍ د چوپړتیاوو په مټ زمونږ سره ښه بانکوالي تجربه کړئ.

شرطونه / د حساب پرانیستلوشرایط او اسانتیاوې

1 ــ دهویت د ثبتولو لپاره د قانوني اسنادو درلودل.

۲ــ په حساب کې د ډالرو داخلول.

۳ــ لږ تر لږه د (۱۰۰۰۰۰) سل زرو ډالرو حساب درلودل.

۴ــ پرته له کوم فیس / کمېشن اخیستلو د حساب ساتلو حق لرئ.

۵ــ د بانکي چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره د ( ایس ایم ایس ) اسانتیاوې.

۶ــ په وړیا ډول خپلو حسابونو ته انلاین لاسرسی.

۷ــ د بانکي حساب وړیا جوړول.

۸ــ یو خاص سالون ته د ننوتلو لاسرسی او اجازه.

۹ــ د چوپړتیاوو د استازی له لاری همکارې او همغږې ښودل.

 

د غوره بانکوالۍ محصولات !

نقره یې

ځانګړتیاوې/ د اوسنې جاري حساب په جوړیدلو سره د جاري حساب څخه د پیسو لېږد د معیادي امانت حساب ته په اتومات ډول.

که تاسو جاري حساب ولرئ او کله چې معیادي حساب ته پیسې استوئ نو تاسو قدرمنو پېرېدونکو ته د نورو پېرېدونکو په پرتله ۱۵٪ فیصده کم کمیشن اخیستل کیږي. او بغیر له هغه حساب چې د معیادي حساب د قرضو او اقساطو لپاره نه وي ـ

طلایې

ځانګړتیاوې/ د اوسنې جاري حساب په جوړیدلو سره د جاري حساب څخه د پیسو لېږد د معیادي امانت حساب ته په اتومات ډول.

که تاسو جاري حساب ولرئ او کله چې معیادي حساب ته پیسې استوئ نو تاسو قدرمنو پېرېدونکو ته د نورو پېرېدونکو په پرتله ۲۵٪ فیصده کم کمیشن اخیستل کیږي. او بغیر له هغه حساب چې د معیادي حساب د قرضو او اقساطو لپاره نه وي او ایستل د پورونو یا قسطونو د تنظیمولو لپاره نه وي.

پلاتین

ځانګړتیاوې/ د اوسنې جاري حساب په جوړیدلو سره د جاري حساب څخه د پیسو لېږد د معیادي امانت حساب ته په اتومات ډول.

که تاسو جاري حساب ولرئ او کله چې معیادي حساب ته پیسې استوئ نو تاسو قدرمنو پېرېدونکو ته د نورو پېرېدونکو په پرتله ۵۰٪ فیصده کم کمیشن اخیستل کیږي. او بغیر له هغه حساب چې د معیادي حساب د قرضو او اقساطو لپاره نه وي.