د پښتني بانک د خوست ولایت نوی څانګې پرانېست غونډه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۸:۳۸
88

پښتنې بانک خپله نوې ولایتي څانګه چې په مسلکي پرسونل، عصري ټکنالوجۍ او ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال ده په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستله.

غونډه چې په دې تړاو په 23/02/1403 نېټه د خوست ولایتې ادارو ګڼو مشرانو، د پښتنې بانک مشرتابه پلاوي او ګڼ شمېر خوست میشتو هېوادوالو په شتون سره ترسره شوه، قاري نورالله عارفي د کلام الله مجید د څو ایتونو په تلاوت سره پیل کړه چې د غونډې په لړ کې د خوست اړوند شل فورم سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي عبدالقیوم ثابت، د افغانستان بانک د خوست څانګې عمومی مدیر ښاغلي مولوي سیدمامور ثاقب او د پښتنې بانک سرپرست ښاغلي عبدالواحد رحیمي په خپل وار خبرې وکړې او د څانګې پرانیستنه یې اړین او پرځای ګام وباله. یاده څانګه به د هرډول بانکي حسابونو د پرانیستنې ترڅنګ د د پیسو لېږد رالېږد، برېښنا بلونو، ګمرکي تعرفو، مالیې تحویلئ، د ښاروالۍ صفايي، هر ډول دولتي تعرفو، برېښنايي بانکوالۍ او مبایل بانکوالۍ په وړاندې کولو سره د خوست درنو ولسونو په چوپړ کې وي.

پښتنې بانک خپلو هېوادوالو ته د پراخو، چټکو او معیاري بانکي چوپړتیاوو د وړاندې کولو پر ژمنه ولاړ دی.

پښتنې بانک، زموږ خپل بانک

7788888

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۸:۳۸
Background image

د پښتني بانک د خوست ولایت نوی څانګې پرانېست غونډه

پښتنې بانک خپله نوې ولایتي څانګه چې په مسلکي پرسونل، عصري ټکنالوجۍ او ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال ده په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستله.

غونډه چې په دې تړاو په 23/02/1403. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۵۳
Background image

د پښتني بانک د بلخ ولایت مستوفیت ریاست نوی څانګه

پښتني بانک خپله نوې څانګه دبلخ ولایت مستوفیت ریاست په انګړ کې په رسمې بڼه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستله چې په یادو مراسمو کې د ګڼو دولتي اداراتو مشرانو ګډون کړې وو هر یو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

د ټرافیکو عمومي ریاست مراجعینو ته زېری

پښتنې بانک په 04/02/1403 نېټه د شته هوکړې له مخې په کابل کې د ټرافیکو عمومي ریاست دننه د یاد ریاست تعرفو تحویلولو په موخه خپله نوې څانګه پرانیستله.

په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS