مودییز پورونه

د پښتني بانک مودییز پور سهولت پور اخیستونکو ته د یو کال څخه د ډیری مودی لپاره ورکول کیږي او په ټاکل شوي موده کی د قسطونو په ډول سره د سود بیرته تحویل کیږي د دوه اړخیزو عقد د لاسلیک کولو په اساس.

مودییز پورونه د تجهیزاتو ، ماشین ، فرنیچر ، شوروم ، فابریکې ،ابادۍ او ودانولو ، موټرو او نورو لپاره سره د پانګوونې توکو دپاره ورکول کیږی.

هر ډول سوداګریز اعتبار لرونکي او قانوني مشخص فعالیت یا صنعتي یا غیر صنعتي د مودییزی ملاتړ لپاره چې قانوني / سوداګرۍ جواز لرونکي وی ، تجربه / د فعالیت په لیکه کې ولری او بشپړه وړتیا ولری.

د اړتیا پراساس مالی تمویل به د پروپوزلونو انفرادي ارزونې په اساس د بانک لخوا په پام کې ونیول شي. ارزونه به په شخصي پلټنه ، د بازار څخه نورو محرمو راپورونو ، نورو بانکونو ، د سوداګرۍ خونه یا د بلې کومې سوداګرۍ اداره کونکې ادارې په اړه ترسره شي؛ د بیلانس شیټ ، د سوداګرۍ حساب ، ګټه او تاوان حساب؛ هوکړه لیک- اساسنامه او کړنلاره ، او نور اړوند اسناد؛ د عمر / ډول / منځمهاله بیلانس / اوسنی بیلانس / په تیرو شپږو میاشتو کې د عملیاتو نوعیت او فعالیت ، زموږ سره حساب وغيره کتل کیږی او څیړل کیږی.

د وړاندیز شوي غوښتنلیک سره سم ، غوښتونکی باید په خپلواکه توګه پلټل شوي د تیرو ۳ کلونو مالي راپورونه او د راتلونکو دوه کلونو لپاره د دوی د سوداګرۍ لید اټکلونه بانک ته وسپاري.

د ګټې کچه ممکن له 10 څخه تر 15 سلنې پورې وي او د قضیې په اساس به ارزیابي کیږي. سود به د ورځني محصول په اساس محاسبه شي او د هرې میاشتې په پای کې به پلي او محاسبه شي.

د مودییز پور سهولت به پداسی ډول خوندي وي:

 

۱.لمړنۍ تضمین د بانک په پالیسۍ کې تعریف شویدی.

۲.غیر منقول ملکیتونه د بانک په پالیسۍ کې تعریف شوي

د مودییزپور لپاره ټولې اړتیاوې به د بانک د پورونو د کړنلاری او د پالیسۍ پراساس چې وخت په وخت د مقرراتو اړتیاو او د بازار پرمختګونو پراساس بدلېږی.