مطلوب اساسي ارزښتونه
۱. رښتینولي – موږ په ټولو کړنو او پرېکړو کې رښتینولي، عدالت او اخلاقي چلند مراعتوو.
۲. د مراجعينو تمرکز – مراجعین زموږ د ټولو کارونو په زړه کې دي؛ موږ اورو، پوهېږو او د دوی اړتیاوو ته حللارې وړاندې کوو.
۳. شرعي مطابقت – موږ مالي خدمتونه یوازې د اسلامي بانکوالۍ د اصولو سره سم وړاندې کوو.
۴. کمال – موږ د خدمت، نوښت او فعالیت په هر اړخ کې د کمال هڅه کوو څو اوږدمهاله ارزښت وړاندې کړو.
۵. باور او روڼتیا – موږ پر روڼتیا، حساب ورکونه او ښکاره اړیکو ولاړې قوي اړیکې جوړوو.
۶. ټولنیز اغېز – موږ د خپلو ټولنو د سوکالۍ او دوامداره اقتصادي ودې ملاتړ کوو.
۷. بااختیاري – موږ پر خپلو کارکوونکو پانګونه کوو او د ټیم کار، شخصي وده او رهبري هڅوو.
۸. مقاومت – موږ له ننګونو سره په ځواک او راتلونکي ته په کتو سره مقابله کوو، څو اوږدمهاله ثبات او وده یقیني کړو.