د معاشاتو حسابونه

د معاشونو ویش:

دا مهال پښتني بانک په رسمي توګه د مالیی وزارت د خزائنو عمومي ریاست سره د معاشونو توزیع لپاره راجستر شوی - د مالیې وزارت. موږ د معاش - اړیکې له لارې د عامه - خصوصي – کارپوریټ- شرکتی ، دولتي او غیر دولتي ادارو سکتور کې ګمارونکي او کارمندانو ته د مالي ستونزو هوارۍ په چمتو کولو باور لرو. موږ پوهیږو چې د اداری هر کارمند د مختلف مالي او بانکي اړتیاو سره د ژوند بیلابیل حالت کې دی. نو پښتنی بانک لا دمخه د سازمانونو اړتیا سره سم محصولات او خدمات لری او وړاندی کوی.