د پښتني بانک د سر کوتل د ښاري څانګې پرانېست غونډه

farid_osuli
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۳:۲۰
66

پښتني بانک ژمن دي او ویاړ لري چې خپلو ګرانو هېوادوالو ته معیاری او د بانکوالۍ غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي .
پښتني بانک د خپلو پېرېدونکو د مشکلاتو د کمولو په خاطر دا ځل د کابل ولایت په وللسمه (۱۷) ناحیه کې د سرکوتل نوي ښاري څانګه خپلو پېرېدونکو لپآره پرانیستله په دې پرانیست غونډه کې د وزارت مالیه قدرمن مالي معین ښاغلي عبدالحبیب ځدران ،ښاغلي کارګر صاحب، ښاغلي شهراني صاحب، ښاغلي شیرزی صاحب، ښاغلي مجیب شیرزاد صاحب،ښاغلي میوند فراهی د افغان ملي بیمې رئیس ، ښاغلي نیازی صاحب د کانتینیتل هوټل رئیس ، د وللسمې ناحیی ښاروالۍ رئیس ښاغلي جاهد صاحب او د پښتني بانک د عامل پلاوي مشر احمد جاوید وفا او امرین صاحبانو ګډون کړي وو.
په ډې ځانګړي غونډه کې چې مشرانو پکې ګډون کړي وو اول د مالیه وزارت قدرمن مالی معین عبدالحبیب ځدران د پښتني بانک د رهبرۍ نه رضایت وښود او تری یې مننه وکړه او د نوي ښآري څانګې مبارکي یې ټولې رهبرۍ ته ورکړه
قدرمن معین صاحب وویل سربیره پردې ، د پښتني بانک د عامل پلاوي ټوله مشرتابه او کارکوونکې په کورونایې او محدودو حالاتو کې چې د ویروس وبا د خپرویدو زیات امکان وو د ۱۳۹۹ مالي کال ښه په کامیابۍ سرته ورسولو او د دوي د هڅو او زحماتو یې مننه وکړه .ورپسې قدرمن معین صاحب مجیب شیرزاد د پښتني بانک د رهبرۍ څخه خوښې وښوده او دا یې هم وویل چې د سرکوتل ساحه د نفوس له پلوه ډیره ګڼه ده او د ښاري څانګې د پرمختګ باعث کیدای شي،په اخیر کې د پښتني بانک د عامل پلاوي مشر ښاغلي احمد جاوید وفا ټولو دولتي منسوبینو او د غونډې ګډنوالو ته هرکلې او ښه راغلاست وویلو ، ښاغلي احمد جاوید وفا وویل چې وروسته له ۱۴ کالونو څخه د مالیه وزارت او ونډوالو په همکارۍ یوه لویه لاسته راوړنه ده او مبارکي ورته وایم د مالیې وزارت د معتبرو چارواکو شتون ، چې د بانک ترټولو لوی ونډوالو څخه دي د زړه له تله ورته مبارکي وایم .
د پښتني بانک ځینې لاسته راوړنې په لاندې ډول سره دي: د بانکوالۍ چوپړتیاوو پراختیا ، د عوایدو کچه لوړه ول ، د وړو پورونو محصول ، د بانکوالۍ د قانون سره سم د لازمي کمیټو انتخاب او همدارنګه د افغانستان بانک د راستول شوو متحد المالونو په اړه معلومات شریکول .نو په دې بنیاد پښتني بانک ژمن دی چې خپلو هېوادوالو ته د بانکدارۍ معیاري چوپړتیاوي وړاندې کړي.
پښتني بانک زمونږ د ټولو بانک

7789

6765

595567

456

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د پښتني بانک د عامل پلاوی مشرتابه ښاغلي الحاج حافظ غلام اسحق بیان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، قدرمن وزیر ملا عبدالولی څارنوال ( حاجی وارث) سره لیدنه

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د پښتنې بانک او کندهار ولایت مستوفیت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په موخه هوکړه لیک لاسلیک

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

د پښتنې بانک او ابن سینا فارمسی شرکت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې او عوایدو ټولونې هوکړه لیک لاسلیک

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

BACK TO NEWS