د پښتني بانک د نوي رئیس معرفی کیدل
پنجشنبه چې د 1400/7/15 نیټې سره سمون لري د پښتني بانک نوی رئیس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ته وپيژندل شو ، د پروګرام شروع د قرانکریم په څو مبارکو آيتونو سره رسمآ پیل شوه ، لومړې د مالي وزارت د مطبوعاتو قدرمن رئیس احمد ولی حقمل د مالي وزارت لخوا د قدرمن رئیس حافظ غلام اسحاق د حکم قراعت مکتوب د غونډې ګډونوالو ته ولوستل شو.
ور پسې د مالیی وزارت قدرمن مرستیال حاجی ملا محمد ناصر اخند د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د نوی رئیس نه د ښو او مخلصانه چوپړتیاوو غوښتنه وکړه او وویل چې د مالیی وزارت به تل تاسو سره همکار وي، د پښتني بانک نوی رئیس هم په خپل وار سره د تفصیلي خبرې وکړي او د بانک له ټولو کارکوونکو نه یې هیله وکړه چې د تیر په څیر به زما سره همکاره اوسیږئ.همدارنګه د پښتني بانک د نظار پلاوي رئیس ښاغلي ودیر صافی د نظار پلاوي ، عامل پلاوي او د بانک د ټولو کارکوونکو په نمایندګۍ خبرې وکړي هغه وویل چې د تیر په څیر به موږ ټول د نوی رئیس سره همکار یو . غونډه د خیر په دوعا د قدرمن مالیی وزارت د مرستیال حاجی ملا محمد ناصر اخند لخوا پآی ته ورسیده .