د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید د پښتني بانک عامل پلاوي ښاغلي حافظ غلام اسحق سره لیدنه
د کابل ښاروالۍ او پښتني بانک ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو او د راکړې ورکړې په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کیدو په موخه وکتل د پښتني بانک رئیس کابل ښاروالۍ ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو ډاډ څرګند کړ او دواړو لورو د مسئولانو ترمنځ یې پر همغږۍ ټنیګار وکړ.
ورته مهال کابل ښاروال د پښتني بانک له فعالیتونو ستاینه وکړه او د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د معاشونو د اجرا او تعرفو په برخه کې یې د پښتني بانک له رئیس سره یو شمیر وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.