د روان 1401 کال د وري د میاشتې په یوولسمه نېټه د پښتنې بانک د ونډه والو عمومي ناسته ترسره شوه

farid_osuli
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۰:۵۶
778

دغه ناسته د مالیې وزارت د مالي او اداري ریاست چارسمبالي ښاغلي دادالله "هدایت" په مشرۍ د بانک د نظار پلاوي مشر ښاغلي پوهاند ودیر "صافي" ، د پښتنې بانک د عامل پلاوي مشر ښاغلي حافظ غلام اسحق او د بانک نورو ونډه والو په ګډون د پښتنې بانک د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په ناسته کې د تېر 1400 مالي کال په لړ کې د پښتنې بانک کړنې په هراړخیز ډول وارزول شوې.

داچې په 1400 مالی کال کې د پښتنې بانک پانګه ٪59.54 سلنه لوړه شوې او ټولیز بدلون یې 1،663 میلیونه افغانۍ دی، د کارمندانو د فعالیت او هڅو په پایله کې خالصه ګټه 1،813 میلیونه افغانۍ او پاتې ګټه د بانک په پانګونو کې له مثبت بدلون څخه ترلاسه شوې ده او همداراز د بانک عملیاتي ګټه 691 میلیونه افغانۍ ده چې په 1400 کال کې 35٪ سلنه وده ښايي، دغو لاسته راوړنو ته په کتو د غونډې ګډونوالو د تېر مالی کال په اوږدو کې د بانک د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو هڅې او کړنې وستایلې، د دوي د نه ستړي کېدونو هلوځلو یې قدرداني وکړه او په روان کال کې یې د دوي د لا پرمختګونو هیله څرګنده کړه. ناسته په دعائې سره پای ته ورسېده.

9909

66545

678

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۸:۳۸
Background image

د پښتني بانک د خوست ولایت نوی څانګې پرانېست غونډه

پښتنې بانک خپله نوې ولایتي څانګه چې په مسلکي پرسونل، عصري ټکنالوجۍ او ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال ده په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستله.

غونډه چې په دې تړاو په 23/02/1403. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۵۳
Background image

د پښتني بانک د بلخ ولایت مستوفیت ریاست نوی څانګه

پښتني بانک خپله نوې څانګه دبلخ ولایت مستوفیت ریاست په انګړ کې په رسمې بڼه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستله چې په یادو مراسمو کې د ګڼو دولتي اداراتو مشرانو ګډون کړې وو هر یو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

د ټرافیکو عمومي ریاست مراجعینو ته زېری

پښتنې بانک په 04/02/1403 نېټه د شته هوکړې له مخې په کابل کې د ټرافیکو عمومي ریاست دننه د یاد ریاست تعرفو تحویلولو په موخه خپله نوې څانګه پرانیستله.

په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS