د ټرافیکو عمومي ریاست مراجعینو ته زېری
پښتنې بانک په 04/02/1403 نېټه د شته هوکړې له مخې په کابل کې د ټرافیکو عمومي ریاست دننه د یاد ریاست تعرفو تحویلولو په موخه خپله نوې څانګه پرانیستله.
په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ټرافیکو عمومي رئیس ښاغلي پاسوال حبیب الله مختار، د کابل ټرافیکو لوی مدیر ښاغلي مولوي خیال محمد غاور، حسیب الله مظهر د کابل ښاروالي د عوایدو رئیس، د پښتنې بانک سرپرست ښاغلي عبدالواحد رحیمي او د دواړو ادارو ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو چې په پرانیستغونډه کې د دواړو ادارو مشرانو په تېر کې د متقابلو همکاریو قدرداني وکړه، د نوي څانګې پرانیستنه یې په دغه لړ کې اړین او ارزښتمن ګام وباله او د همکاریو د دوام ژمنه یې تازه کړه.
پښتنې بانک خپلو درنو پیرودونکو او پتمنو هیوادوالو ته د بانکي چوپړتیاوو په پراختیا، چټکتیا او لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو ژمن دی.
پښتنې بانک زموږ خپل بانک