د پښتني بانک د بلخ ولایت مستوفیت ریاست نوی څانګه

org_admin
Mon, May 06 2024 9:53 AM
عع

پښتني بانک خپله نوې څانګه دبلخ ولایت مستوفیت ریاست په انګړ کې په رسمې بڼه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستله چې په یادو مراسمو کې د ګڼو دولتي اداراتو مشرانو ګډون کړې وو هر یو په جلا جلا توګه د یادې څانګې د پرانیستي اړوند خوښي وښوده همدارنګه د بلخ ولایت قدرمن مستوفي صېب مولوی عبدالوهاب عمري لنډې خبرې وکړې د یادې څانګې جوړښت یې د پېرېدونکو ته ښه سهولت وباله او وویل دواړو اداراتو تر مینځ باید ښه همغږې او په کارونو کې شفافیت وي او د څانګې جوړښت له امله یې مبارکي وویله او ورپسي د پښتني بانک لوی مدیر ښاغلي مطیع الله ساپي غوندې ته د وینا پر مهال وویل چې دا څانګه د مستوفیت او پېرېدونکو به غوښتنه جوړه شوې او ژمن یو چې ښه او اغیزمن خدمات پېرېدونکو ته وړاندې کړو او همدارنګه یې وویل چې پښتني بانک د پراختیایي پروګرامونو په لړ کې د نورو څانګو د ایجاد ژمنه هم کوي ورپسې د افغانستان بانک د زون مرستیال آمر قدرمن اسرار پویا وینا وکړه د یادې څانګې د ایجاد له امله یې دواړو ادارې مشرانو ته مبارکي وویله او همدارنګه یې د پښتني بانک مشرتابه او د مزار مسؤول څخه مننه وکړه او وویل چې پښتني بانک نیک اقدام کړې دا یې د افغانستان بانک سره ستره مرسته ده او د نورو سوداګریزو بانکونو څخه یې د ورته اقدام غوښتنه وکړه او په اخر کې د بلخ ولایت د امر باالمعروف او نهی المنکر قدرمن رئيس مولوی صېب نوراغا هاشمي په دعایې او د پټۍ په پرې کولو سره مجلس پای ته ورسېده.

ههغغغ

Latest news

Thu, May 16 2024 8:38 AM
Background image

د پښتني بانک د خوست ولایت نوی څانګې پرانېست غونډه

پښتنې بانک خپله نوې ولایتي څانګه چې په مسلکي پرسونل، عصري ټکنالوجۍ او ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال ده په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستله.

غونډه چې په دې تړاو په 23/02/1403. . .

Mon, May 06 2024 9:53 AM
Background image

د پښتني بانک د بلخ ولایت مستوفیت ریاست نوی څانګه

پښتني بانک خپله نوې څانګه دبلخ ولایت مستوفیت ریاست په انګړ کې په رسمې بڼه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستله چې په یادو مراسمو کې د ګڼو دولتي اداراتو مشرانو ګډون کړې وو هر یو په. . .

Mon, May 06 2024 8:58 AM
Background image

د ټرافیکو عمومي ریاست مراجعینو ته زېری

پښتنې بانک په 04/02/1403 نېټه د شته هوکړې له مخې په کابل کې د ټرافیکو عمومي ریاست دننه د یاد ریاست تعرفو تحویلولو په موخه خپله نوې څانګه پرانیستله.

په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS