د پښتني بانک د کندهار زون له څانګي څخه لیدنه

farid_osuli
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۰:۴۹
hh

د پښتني بانک د عامل پلاوی رئیس ښاغلې حافظ غلام اسحق د یو با صلاحیت پلاوی ( پوهاند ودیر صافۍ د نظار پلاوی رئیس ، ښاغلی لمر رحمانی "ستانکزی" د عملیاتی چارو مشر او ښاغلې عالم شاه " صافی " د کورنۍ پلټنی مشر ) سره مل دپښتني بانک دڅانګو د لیدنو او ارزونو په لړه کې داځل د پښتني بانک د کندهار زون څانګی څخه لیدنه وکړه چی د لیدنی په لړ کې د یاد زون لوی مدیر او کاری ټیم ته یې د هیواد د نافذه قوانینو او د بانک دمنظور سویو پالیسیانو په رڼا کې د ښو او معیاری بانکې چوپړتیاوو د وړاندې کولو لارښونه وکړه .
همدارنګه پدې سفر کې د کندهار ولایت مقام او د کندهار ولایت د مستوفیت له لوړ رتبه مقاماتو سره هم رسمی لیدنې در لودلی او د پښتني بانک لخوا یې بشپړ اطمینان ورکړ چی دولتی ادراتو ، ملې سوداګرو او انفرادی اشخاصو ته به د تل پڅیر معیاری او پروخت بانکی خدمات وړاندې کوی چې دوا ړو مقاماتو د پښتني بانک د کندهار زون د څانګې د فعالیت څخه د مننې تر څنګ د کندهار مستوفیت مشرتابه ژمنه وکړه چې ټولې ګمرکی او مالیاتی تعرفی به د پښتني بانک په څانګه کې تحویله وی او همدار راز د خپلو کارکوونکو معاشاتی حسابونه به هم د پښتني بانک د کندهار زون په څانګه کي پرانځې.

6677

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د پښتني بانک د عامل پلاوی مشرتابه ښاغلي الحاج حافظ غلام اسحق بیان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، قدرمن وزیر ملا عبدالولی څارنوال ( حاجی وارث) سره لیدنه

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د پښتنې بانک او کندهار ولایت مستوفیت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په موخه هوکړه لیک لاسلیک

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

د پښتنې بانک او ابن سینا فارمسی شرکت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې او عوایدو ټولونې هوکړه لیک لاسلیک

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

BACK TO NEWS