د کورنۍ پلټنې آمریت

د پښتني بانک د کورنۍ پلټنې آمر

عالم شاه صافي پېژندګلوي

oo

ښاغلي عالم شاه (صافي) د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ننګرهار خراسان پوهنتون کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې سرته رسولې دي او په یاده برخه کې یې د کابل له باختر پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. همدا راز یې د زده کړو په لړۍ کې له خراسان پوهنتون څخه د اینګلیسي ژبې او مالوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې د یو کلنو ډېپلومو سربېره د کورنۍ پلټنې او بانکي چارو په مختلفو برخو کې له بېلابېلو بنسټونو څخه د زده کړو ګڼ لنډمهالي سندونه هم ترلاسه کړي دي . پاتې دې نه وي چې همدا مهال د کورنۍ پلټنې په برخه (CIA) کې د نوموړي تخصصي زده کړې روانې او د (IIA Afghanistan) غړیتوب هم لري.

ښاغلی صافی د بانکي سکټور د کورنۍ پلټنې په برخه کې څه دپاسه 9 کاله کاري مخینه لري چې شاوخوا اووه کاله یې د افغان ملي بانک د کورنۍ پلټنې په برخه کې چې وروستی بست لوي مدیر ؤ دنده ترسره کړې ده ، تر هغه وروسته د خپلواکې سیالۍ له لارې او د افغانستان بانک په تائیدئ د آرین بانک د کورنۍ پلټنې د آمر په توګه انتخاب شو، بیا د پښتني بانک د کورنۍ پلټنې آمریت لپاره د ازادې سیالۍ له لارې او مرکزي بانک په تائیدئ په کال ۲۰۱۹ کی د آمر په توګه وټاکل شو، او له کابو دوو کالو راهیسې په یاد بست دنده پرمخ وړي.

 

د کورنۍ پلټنې آمریت

د پښتنې بانک کورنۍ پلټنې خپلواک ډیپارټمنټ د کورنۍ پلټنې د آمر تر څار لاندې له غښتلي او مجرب ټیم سره د بانک په مرکز کې د نظار پلاوي له لورې د ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره دنده پرمخ وړي.

په انرژۍ سمبال د پښتنې بانک د کورنۍ پلټنې ځوان آمر له خپل ټیم سره یوځای د سیسټماټیکو تګلارو، ډیسپلین ، ارزونې، خطر مدیریت ته د غوراوي او اغېزمنتیا پر بخښلو او د پروسو په کنټرول او د غوره اداری مقرری په نظر کی نیولو  سره موخو ته د بانک په رسېدو کې رغنده رول لوبوي.

کورنی پلټونکی د کورنیو کنټرولونو سیسټم او د پروسو د څرنګوالي او اغېزمنتیا په تړاو خپلې کره سلا مشورې وړاندې کوي. کورنی پلټونکی په خپلواک ډول د کورنیو پلټونکو انستیتیوت (IIA) د سټنډرډونو له مخې د بانک د کړنو د اغېزمنتیا په تړاو نظار پلاوي ته ډاډ ورکوي.

د کورنۍ پلټنې آمریت خپل وظیفوي راپور نظار پلاوي او اداري راپور شخصا د بانک د عامل پلاوي مشر ته وړاندې کوي.

د کورنۍ پلټنې آمریت په تړاو که کومه موضوع وي دلاندې شمېرې او برېښنالیک په ترڅ کې یې له موږ سره شریک کړئ.

د اړیکې شمیره: 0093 (0) 777745005

برېښنالیک: alamshah.safi@pashtanybank.com.af