د پښتني بانک د احمد شاه بابا مینه څانګې پرانيست غونډه
څرنګه چې پښتنې بانک خپلو درنو هېوداوالو ته د غوره او معیاري بانکي چوپړتیاوو په وړاندې کولو ژمن دی، د دغه اصل له مخې یې د پېرودنکو د اسانتیاوو، ستونزو هواري او بانکي چوپړتیاوو پراختیا په موخه داځل خپله نوې ښاري څانګه چې په ټولو اړینو عصري وسایلو سمبال او د معیاري او چټکو بانکي چوپړتیاوو لپاره چمتو ده، د کابل ښار دولسمه ناحیې اړوند احمد شاه بابا مینه سیمه کې پرانیستله.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر"اخند" د پښتنې بانک د نظار پلاوي رئیس ښاغلي پوهاند ودېر صافي، د پښتنې بانک د عامل پلاوي رئیس ښاغلي حافظ غلام اسحق او د بانک قدرمنو آمرینو ګډون کړی وو.
په دې ځانګړې غونډه کې د پښتنې بانک د نظار پلاوي مشر ښاغلي پوهاند دوکتور ودیر صافي د پښتنې بانک مشرتابه له هلو ځلو څخه د مننې په کولو سره خوښي وښوده او د نوې ښاري څانګې پرانیستنې په تړاو یې د غونډې ګډونوالو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله.
پښتنې بانک زموږ خپل بانک