د پاک طبعیت ، هستوګنې زرغون چاپېریال او وطن سمسورتیا
پښتنې بانک د ښار او چاپېریال زرغونتیا په موخه د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست سره په همغږۍ د نیالګیو کښېنولو پروګرام په لار واچوه. د تل په څېر پښتنې بانک د پاک طبعیت ، هستوګنې زرغون چاپېریال او وطن سمسورتیا لپاره د خپل رول ادا کولو په لړ کې سږ کال د کابل ښار په وزیر اکبرخان غونډۍ کې ګڼ شمېر نیالګي کښېنول، د نیالګیو ګښېنولو په دغه ملي کمپاین کې د بانک عامل پلاوى مشر ښاغلي حافظ غلام اسحق، د بانک مرستیال ښاغلي احمد (اسحق) او یو شمېر آمرینو ګډون وکړ چې هریوه د نیالګیو په کښېنولو سره د و طن په سمسورتیا کې ونډه واخیسته.