د روان کال د حمل میاشتی پر دوولسمه نیټه د پښتنی بانک د پانگه اچوونکو عمومی غوڼډه تر سره شوه
د روان کال د حمل میاشتی پر دوولسمه نیټه د پښتنی بانک د پانگه اچوونکو عمومی غوڼډه تر سره شوه.
غوڼډه د مالیی وزارت مالی معین او د وزارت مقام سرپرست ښاغلی عبدالحبیب "ځدران" په مشری د بانک د نظار هیئت رئیس ښاغلی پوهاند ودیر "صافی" د پښتنی بانک عامل رئیس ښاغلی احمد جاوید "وفا" او نورو پانگونکو پر گډون تر سره شوه او د تیر 1398 هجری لمریز کال کړنی په هر اړخیزه توگه وارځولی شوی. په پای کی د غوڼډی گډونکونکو د پښتنی بانک د رهبری هیئت او کارکونکو د تیر یو کال کړنی وستایلی او د دوی د نه ستړی کیدونکو کوښښونو او هلو ځلو قدردانی یی وکړه او په روان کال کی یی د لابریاوو او پرمختگ هیله څرگنده کړه.