د پښتني بانک د عامل پلاوی مشرتابه ښاغلي الحاج حافظ غلام اسحق بیان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، قدرمن وزیر ملا عبدالولی څارنوال ( حاجی وارث) سره لیدنه
پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د همدې اصل له مخې دا ځل د پښتنې بانک رئیس الحاج حافظ غلام اسحق بیان او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قدرمن وزیر ملا عبدالولی څارنوال ( حاجی وارث) ترمنځ تړونلیک لاسلیک سو چې د دې تړونلیک له مخې به پښتني بانک دخپل عصری سیسټم پرمټ دیاد وزارت کارکونکو ته معاشات توزیع کوي .