د پښتنې بانک او کندهار ولایت مستوفیت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په موخه هوکړه لیک لاسلیک

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د همدې اصل له مخې دا ځل د پښتنې بانک او کندهار ولایت مستوفیت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.