د پښتني بانک د عامل پلاوی مشرتابه ښاغلي الحاج حافظ غلام اسحاق او د افغانستان اسلامي آمارت د علومو اکاډمۍ د استازو سره لیدنه

farid_osuli
Sun, Nov 13 2022 10:23 AM
454

څرنګه چې د افغانستان اسلامي آمارت له لورې د هېواد پر لوېشت، لوېشت خاوره او د ژوندانه په هر اړخ کې د اسلام د مبین دين د ارشاداتو مطابق بشپړه اسلامي واکمني نافذه ده، د دغه اصل له مخې د اسلامي آمارت مشرتابه، مروجه سودي بانکولي لغوه او پرځای یې د اسلامي بانکوالۍ چې په نړیواله کچه د سوداګرۍ او ټولنو د پرمختګ په برخه کې تر نورو بانکي سیسټمونو اغېزمنه ده، د فعالیدو او ترویج په موخه کلکه سپارښتنه شوې ده.

پښتنې بانک هم اسلامي ارشاداتو ته د انعقاد او اسلامي امارت مشرتابه پرېکړو ته د اطاعت پر بنیاد په خپلو بانکي چارو کې سودي راکړه ورکړه په ټولیز ډول درولې او پرځای یې د اسلامي بانکولۍ د پنځ او ترویج لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په دغه لړ کې  د 1401 کال د لړم میاشتې په 19 نېټه د دې بانک د عامل پلاوي مشر الحاج حافظ غلام اسحاق او د افغانستان اسلامي آمارت د علومو اکاډمۍ د استازو ترمنځ ابتدائي ناسته ترسره او د اسلامي بانکوالۍ د ترویج پر اړوندو مسائلو ګټور بحث ترسره شو. پښتنې بانک ژمن دی چې په نږدې راتلونکي کې به د بشپړې اسلامي بانکولۍ پر مټ د هېوادوالو او سوداګرو چوپړ او د ملي اقتصاد په پیاوړ تیا کې خپل رغنده رول لوبوي.

Latest news

Wed, Jan 11 2023 9:26 AM
Background image

د پښتنې بانک او کندهار ولایت مستوفیت ترمنځ د کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په موخه هوکړه لیک لاسلیک

پښتني بانک ویاړ لري چې خپلو درنو پېرودونکو او پتمنو هېوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې د بانکوالۍ عصري سیسټم پر مټ ډاډمن، چټک او پر وخت بانکي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د همدې اصل له مخې دا. . .

Sun, Jan 08 2023 9:15 AM
Background image

موافقتنامه افتتاح حسابات معاشات کارکنان و جمع آوری عواید میان پشتنی بانک و شرکت فارمسی ابن سینا

پشتني بانک افتخار دارد که برای مشتریان و هموطنان عزیز خویش در هر گونه شرایط با داشتن سیستم عصری خدمات بانکی مطمین ، سریعتر و به وقت معین ارائیه می‌نماید.

که به همین منظور پشتنی بانک. . .

BACK TO NEWS