د پښتني بانک د عامل پلاوی ژوندلیک

ښـاغـلی احـمد جـاویـد وفـا

د پښتني بانک د عامل پلاوی  

ttt

احمد جاوېد وفا یو مسلکي اقتصاد پوه او بانکوال دی. نوموړی د افغانستان بانک په موافقه د ۲۰۱۹ مېلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه د «پښتني بانک» اجرائیه رئیس په توګه وټاکل شو. هغه له اوسنۍ دندې وړاندې د ۲۰۱۵ مېلادي کال د ډېسمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د «افغان ملي بانک» رئیس په توګه ټاکل شوی و چې په همدې بانک کې یې د ۲۰۱۹ مېلادي کال د مارچ تر ۱۵مې نېټې پورې یې په بریالۍ توګه خپله دنده تر سره کړه.

د هغه د ماموریت پر مهال «افغان ملي بانک» د ګټې اخیستنې په برخه کې غوره بانک و او د دې تر څنګ نوموړي په دې بانک کې اړین اصلاحات راوستل چې سټراټیژیکې پلان جوړونې یې د بازار په ونډه کې د بانک رول لا ډېر پیاوړی کړ.

د دې تر څنګ د هغه د ریاست پر مهال نړیوالو معیارونو ته په کتو حکومتوالۍ، داخلي کنټرول او شکایاتو ته د رسېدو په برخه کې مناسب اقدامات وشول چې د هغه د ماموریت پر مهال د یاد بانک د عصري کېدو موخې هم په بریالۍ توګه تر لاسه کړې دي.

همدا راز، احمد جاوېد وفا د ۲۰۱۶ مېلادي کال له فبروري میاشتې نه د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې پورې د افغانستان بانکونو ټولنې (ABA) د مدیره پلاوي لومړي مرستیال تر څنګ د دې ټولنې د مدیره پلاوي سرپرست مشر په توګه هم پاتې شوی دی.

نوموړي له دې مسوولیتونو وړاندې د ولسمشر په چارو اداره کې د اقتصاد او سټراټیژیک پلان جوړونې د رئیس، په «افغان ملي بانک» کې د خطراتو امر او «د افغانستان بانک» د پولي پالیسۍ څانګې په برخه کې د عمومي مدیر مرستیال او په مالي سکټور کې د بهرنۍ برخې د ارشد تحلیلګر په توګه دندې تر سره کړې دي.

ښاغلي وفا د ملګرو ملتونو سازمان په پراختیايي پروګرام (UNDP) په (ASGP) پروژه کې هم د ملي اقتصاد متخصص په توګه کار کړی دی. د اقتصاد پوه او بانکوال په توګه، نوموړي د افغانستان په مالي او پولي ثبات کې رغنده رول لوبولی دی چې په دې برخه کې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ مېلادي کلونو پورې د هغه اغېزناکه ونډه اخیستل د یادونې وړ بللی شو.

ښاغلي وفا په ۲۰۰۸ مېلادي کال کې د لېسانس سند په اقتصاد پوهنځي کې له نړیوال اسلامي‌ پوهنتون څخه تر لاسه کړی او په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې یې د جاپان توکیوNational Graduate Institute for Policy Studies (GRIPS)  پوهنتون کې د ماسټري سند تر لاسه کولو په موخه داخله واخیستله چې په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې یې د عامه پالیسي پوهنځي په اقتصادي پالیسي کې د تخصص دوره په بریالۍ توګه بشپړه کړه.

نوموړي د ماسټرۍ دورې له بشپړېدو وروسته په سوداګریز بانکي سکټور برخه کې کار پیل کړ چې د افغانستان بانکونو ټولنې د اجرائیوي رئیس په توګه یې د دندې پر مهال د دې ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره سټراټیژیک پلان عملي کړ او تر څنګ یې د دې ټولنې د غړیو او د سوداګریزو بانکونو، د افغانستان بانک او مالیې وزارت تر منځ د همغږۍ فضاء رامنځته او د دوی فعالیتونه پیاوړي کړل. ښاغلی وفا د خپل دندبهیر پر مهال په دې هم وتوانېده چې د افغانستان بانکونو ټولنې په فعالیتونو کې ثبات رامنځ‌ته کړي او د غړیو، مرسته کوونکیو یا ډونرانو او ونډه لرونکیو باور تر لاسه کړي.

ښاغلي وفا د دې تر څنګ د ولسمشر چارو اداره کې د اقتصادي او سټراټیژیک پلان جوړونې د رئیس په توګه سیمنارونو او غونډو د دایرولو له لارې د وزارتونو ۱۰۰ ورځني سټراټیژيک پلان په پلي کېدو او سمون کې رغنده رول لوبولی دی.

سربېره پر دې، نوموړي د وزارتونو پرمختیايي پروژو په پلي کېدو کې د ستونزو پر مهال، د حل په برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده. همداراز، هغه د نړیوال سوداګریز سازمان په وروستۍ کاري غونډې کې هم برخه اخېستې وه چې دې ګډون یې د ریاست عمومي ظرفیت لوړولو په برخه کې مثبت اغېز درلود.

ښاغلي وفا د بانکي سکټور، پولي پالیسي، مالي پالیسي او نړیوالې سوداګرۍ په اړه څېړنې هم کړي چې ګڼ شمېر مقالې يې په ملي او نړیوالو رسنیو کې خپرې شوې دي. نوموړی یو وړ او مسلکي شخص دی چې په وینا کولو کې هم غوره مهارت لري.

نوموړي د ایټالیا په مرکزي بانک، د امریکا متحده ایاتو په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د پیسو نړیوال صندوق په ستر اقتصادي تشخیص، د پیسو پالیسي، د سویس په مرکزي بانک کې د تبادلې بیې او د پانګې جریان اړوند د روزنې په پروګرامونو کې د ګډون تر څنګ په ملي او نړیواله کچه په ګڼ شمېر سیمینارونو، کنفرانسونو او غونډو کې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی.