د پښتني بانک د عامل پلاوی مشرتابه ښاغلي الحاج حافظ غلام اسحاق د یو پلاوي په ملتیا د روان 1401 مالي کال د لیندی په 12 نیټه په کابل ښار کې د دې بانک له یو شمېر ښاري څانګو څخه لیدنه وکړه

د پښتنې بانک عامل پلاوي مشر حافظ غلام اسحق د یو پلاوي په ملتیا د روان 1401 مالي کال د لیندی په 12 نېټه په کابل ښار کې د دې بانک له یو شمېر ښاري څانګو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې په ترڅ کې یې د څانګو د چارو ارزولو سربېره د کارکوونکو او پېرودونکو ستونزې، غوښتنې او سلا مشورې واورېدې او د بانکي چارو د پراختیا، غوره چوپړتیاوو او له پېردونکو او هیوادوالو سره د غوره او مسلکي چلند په تړاو یې اړینې سپارښتنې وکړې.