د ښځو نړیواله ورځ مبارک

farid_osuli
Sun, Mar 08 2020 8:44 AM
o

د ښځو نړیواله ورځ مبارک 
د پښتني بانک د عامل پلاوي په رهبرۍ د پښتني بانک د غونډو په تالار کې د ښځو د نړیوالې ورځي په مناسبت یوه شانداره غونډه ترسره شوه ، د غونډې د قرانکریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه، د پیل خبرې د پښتني بانک د عامل پلاوي سرپرست او مالی امر، ښاغلي عبدالواحد رحیمي وکړي او د ښځو د حقوقو په اړه یې تفصیلې خبرې وکړي او د بازارموندنې د مدیریت له کارونو او زحماتو یې مننه وکړه
.د ښځو په نمایندګۍ ښاغلې میرمن شهناز قیومي خبرې وکړي او د غونډې نورو ګډونوالو خویندو او ورونو په خپل نوبت سره شعرونه مقاله ولوستلې او د افغانستان ټولو ښځو ته یې ددې نړیوالې ورځي د مبارکۍ پیغامونه ډالۍ کړل
.د غونډې په پای کې هغه نغدې ډالۍ چې د عامل پلاوي مشرتابه له لوری ټاکل شوي وه هغوي ته ورکړل شوه
.د یو باثباته او په اقتصاد بسیا افغانستان په هیله

fffkkkkjop;u

Latest news

Mon, May 06 2024 9:53 AM
Background image

د پښتني بانک د بلخ ولایت مستوفیت ریاست نوی څانګه

پښتني بانک خپله نوې څانګه دبلخ ولایت مستوفیت ریاست په انګړ کې په رسمې بڼه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستله چې په یادو مراسمو کې د ګڼو دولتي اداراتو مشرانو ګډون کړې وو هر یو په. . .

Mon, May 06 2024 8:58 AM
Background image

د ټرافیکو عمومي ریاست مراجعینو ته زېری

پښتنې بانک په 04/02/1403 نېټه د شته هوکړې له مخې په کابل کې د ټرافیکو عمومي ریاست دننه د یاد ریاست تعرفو تحویلولو په موخه خپله نوې څانګه پرانیستله.

په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS