د پښتني بانک د قصبې ښاري څانګې پرانيست غونډه

farid_osuli
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۸:۲۹
66

څرنګه چې پښتنې بانک خپلو درنو هېوداوالو ته د غوره او معیاري بانکي چوپړتیاوو په وړاندې کولو ژمن دی، د دغه اصل له مخې یې د پېرودنکو د اسانتیاوو، ستونزو هواري او بانکي چوپړتیاوو پراختیا په موخه داځل خپله نوې ښاري څانګه چې په ټولو اړینو عصري وسایلو سمبال او د معیاري او چټکو بانکي چوپړتیاوو لپاره چمتو ده، د کابل ښار پنځلسمې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې پرانیستله.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر"اخند"، د ملي پراختیا شرکت مرستیال ښاغلي عبدالولي "ارغندیوال"، د پښتنې بانک د نظار پلاوي رئیس ښاغلي پوهاند ودېر صافي، د پښتنې بانک د عامل پلاوي رئیس ښاغلي حافظ غلام اسحق او د بانک قدرمنو آمرینو ګډون کړی وو.

په دې ځانګړې غونډه کې د پښتنې بانک د نظار پلاوي مشر ښاغلي پوهاند دوکتور ودیر صافي د پښتنې بانک مشرتابه له هلو ځلو څخه د مننې په کولو سره خوښي وښوده او د نوې ښاري څانګې پرانیستنې په تړاو یې د غونډې ګډونوالو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله.

پښتنې بانک زموږ خپل بانک

hh666

 

 

 

 

 

 

 

 

88

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

gfghgf

 

 

 

 

 

 

 

 

77wert

 

 

 

 

 

 

 

 

 gfnas

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۸:۳۸
Background image

د پښتني بانک د خوست ولایت نوی څانګې پرانېست غونډه

پښتنې بانک خپله نوې ولایتي څانګه چې په مسلکي پرسونل، عصري ټکنالوجۍ او ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال ده په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستله.

غونډه چې په دې تړاو په 23/02/1403. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۵۳
Background image

د پښتني بانک د بلخ ولایت مستوفیت ریاست نوی څانګه

پښتني بانک خپله نوې څانګه دبلخ ولایت مستوفیت ریاست په انګړ کې په رسمې بڼه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستله چې په یادو مراسمو کې د ګڼو دولتي اداراتو مشرانو ګډون کړې وو هر یو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

د ټرافیکو عمومي ریاست مراجعینو ته زېری

پښتنې بانک په 04/02/1403 نېټه د شته هوکړې له مخې په کابل کې د ټرافیکو عمومي ریاست دننه د یاد ریاست تعرفو تحویلولو په موخه خپله نوې څانګه پرانیستله.

په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS