پښتني بانک نهه دوکانونو د (۲، ۳، ۴، ۶، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱ او ۱۲) شمېرو د داوطلبۍ د مجلس د جوړېدو اعلان

۱۴۰۵ لړم ۴| ۱۴۰۵ لړم ۲۵|کابل

Tender Description

د داوطلبۍ معلومات دلته وګورئ!

پښتني بانک خپل نهه دوکانونه د (۲، ۳، ۴، ۶، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱ او ۱۲) شمېرو په لرلو سره، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې په ساحه کې د بانک د ملکیت د ودانۍ په لاندیني پوړ کې موقعیت لري، د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ د مجلس له لارې په کرایه ورکوي.

هغه انفرادي اشخاص چې د زرګرۍ د فعالیت معتبر صنفي جواز ولري او د یادو دوکانونو د کرایې اخیستلو لېوالتیا ولري، خپلې غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۲۱) ورځو په موده کې د پښتني بانک د املاکو عمومي مدیریت ته وسپاري.

غوښتونکي مکلف دي چې د داوطلبۍ په ورځ پخپله حاضر شي، د شرطنامې محتویات مطالعه کړي او نغدي تضمین وسپاري.