د سیسکو کاتالیست 8300 یوې پایې د تدارک اعلان

۱۴۰۵ تله ۲۷| ۱۴۰۵ لړم ۱۷|

Tender Description

د داوطلبۍ معلومات دلته وګورئ!

پښتني بانک له ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو څخه بلنه کوي، ترڅو د بانک د اړتیا وړ

 (Cisco Catalyst 8300) د یوې پایې د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې، د شرطنامې د درج شوو 

مشخصاتو له مخې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې چاپ شوې کاپي د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي او 

خپل آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق، په تړلي او مهر شوي 

پاکټ کې، د ۱۴۰۵/۰۷/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۰۸/۱۷ نېټې پورې، د پښتني بانک د عمومي خدماتو آمریت ته، 

چې د پل باغ عمومي په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د پښتني بانک د دویم پوړ د غونډو په تالار کې ترسره شي.