د پښتني بانک د ملکیت د دوو دوکانونو د داوطلبۍ د مجلس د جوړېدو اعلان
۱۴۰۵ تله ۵| ۱۴۰۵ تله ۲۶|کابل
Tender Description
د داوطلبۍ لا ډير معلومات دلته وګورئ!
پښتني بانک یو باب دوکان د (۴) شمېرې، چې د سرای ګردي چوک څخه بهر موقعیت لري، او یو باب دوکان د (۵) شمېرې، چې د سرای اندرابي څخه بهر موقعیت لري، د خپل ملکیت په توګه د داوطلبۍ د مجلس له لارې د درېیو کلونو لپاره په کرایه ورکوي.
هغه انفرادي اشخاص چې د صنفي فعالیت جواز ولري او د یادو دوکانونو د قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا ولري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د پښتني بانک د املاکو عمومي مدیریت ته وسپاري. غوښتونکي باید پخپله د داوطلبۍ په ورځ حاضر وي، شرطنامه مطالعه کړي، او نغدي تضمین به اخیستل کېږي.