د بانک د اړتیا وړ (۸) اتو پایو روټرونو تدارک او چمتو کول د ځانګړتیاوو سره سم
۱۴۰۴ مرغومی ۲۴| ۱۴۰۴ سلواغه ۱۵|کابل
Tender Description
د داوطلبۍ لا ډیر معلومات دلته ولولئ!
د پښتني بانک اداره د شرایطو وړ ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (۸) اته پایو روټرونو د تدارکاتو لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي چې د داوطلبۍ په سند کې د ځانګړتیاوو سره سم بانک ورته اړتیا لري او د (۱۰۰۰) افغانیو د تادیې په مقابل کې د اړونده داوطلبۍ سند چاپ شوې کاپي ترلاسه کړي او خپلې داوطلبۍ د اعلان د خپریدو نیټې څخه د (۲۱) یوویشت ورځو په اوږدو کې په پل باغ عمومي کې د پښتني بانک چوپړتیاوو عمومي مدیریت ته په تړلي ډول وسپاري. ناوخته او آنلاین داوطلبۍ به ونه منل شي.
د داوطلبۍ تضمین به د نغدو پیسو او بانک ګرنټۍ په بڼه وي، او د داوطلبۍ پرانیستلو غونډه به د پښتني بانک د دوهم پوړ د غونډې په خونه کې ترسره شي.