پښتني بانک له هېواد خصوصي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لاسلیک کړ!
۱۴۰۴ سلواغه ۴4 دقیقې لوست

پښتني بانک، چې د هېواد په کچه د معیاري او عصري بانکي چوپړتیاوو ـ په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې مخکښ او باوري ادرس دی.
پښتني بانک، چې د هېواد په کچه د معیاري او عصري بانکي چوپړتیاوو ـ په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې مخکښ او باوري ادرس دی، داځل یې له یوه مهم علمي بنسټ هېواد خصوصي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې به د دواړو لوریو ترمنځ د اداري او بنسټیزو اړیکو د پیاوړتیا، د علمي، فرهنګي او مسلکي همکاریو، د اکاډمیکو او اداري ظرفیتونو د لوړولو، د تجربو د تبادلې، زده کړیالانو لپاره د عملي او انکشافي فرصتونو رامنځته کولو او ګڼو نورو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ګټه واخیستل شي.
پښتني بانک تل هڅه کوي، چې د هېواد له علمي بنسټونو سره ژورې، متقابلې او اغېزمنې اړیکې ولري، ترڅو د ګډو همکاریو له لارې د علمي پرمختګ او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.
پښتني بانک ـ زموږ خپل بانک

