د فریدالله محمدي، د طلوع نیوز رئیس، له پښتني بانک څخه لیدنه
۱۴۰۴ مرغومی ۱۸4 دقیقې لوست

محترم فریدالله محمدي، د طلوع نیوز رئیس، د پښتني بانک مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه. نوموړي پښتني بانک د افغانستان له تاریخي، مخکښو او باوري بانکونو څخه وباله او د دغه بانک د بانکي او اقتصادي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې د لاسته راوړنو او اغېزمنو کړنو ستاینه وکړه.
په همدې لړ کې، د پښتني بانک مشرتابه د ښاغلي محمدي له صادقانه او مدبرانه چوپړتیاوو، په ځانګړي ډول د رسنیو او عامه پوهاوي په برخه کې د هغه له ارزښتناکه رول، مننه وکړه او د افغاني اصیل کلتور د درناوي په پار یې د عنعنوي لونګۍ او د پښتني بانک د افتخاري مډال په ورکړې سره ترې قدرداني وکړه.
دا لیدنه د متقابل درناوي څرګندونه کوي او د هېواد د بانکي او رسنیز سکتور ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او رغنده همکاریو د پراختیا په لور یو ارزښتناک ګام بلل کېږي.
پښتني بانک – زموږ خپل بانک






