د طلوع ‌نیوز رئیس فریدالله محمدي، له پښتني بانک څخه لیدنه وکړه!

۱۴۰۴ سلواغه ۵4 دقیقې لوست
د طلوع ‌نیوز رئیس فریدالله محمدي، له پښتني بانک څخه لیدنه وکړه!
د طلوع ‌نیوز خصوصي تلویزیون رئیس ښاغلي فریدالله محمدي، د پښتني بانک له مرکزي دفتر لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې نوموړي پښتني بانک د افغانستان له تاریخي، مخکښو او باوري بانکونو څخه وباله او د اقتصادي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې د دغه بانک د بانکي لاسته راوړنو او اغېزمنو کړنو ستاینه وکړه.

د لیدنې پر مهال، د پښتني بانک مشرتابه پلاوي د ښاغلي محمدي له صادقانه او مدبرانه چوپړ، په ځانګړي ډول د رسنیو او عامه پوهاوي په برخه کې د ارزښتناکه رول، مننه او ستاینه وکړه او د افغاني اصیل کلتور د درناوي په پار یې د عنعنوي لونګۍ او د پښتني بانک د افتخاري مډال په ورکړې سره ترې قدرداني وکړه.

دا لیدنه د متقابل درناوي څرګندونه کوي او د هېواد د بانکي او رسنیز سکتور ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او رغنده همکاریو د پراختیا په لور یو ارزښتناکه ګام بلل کېږي.

پښتني بانک – زموږ خپل بانک

 

02

 

03

 

04

 

05

 

06

 

07

 

08