د پښتني بانک د پراختیا او بریالیتوبونو پر دوام!
۱۴۰۴ سلواغه ۴4 دقیقې لوست

پښتني بانک د دوامدارې پراختیا او پرلهپسې بریالیتوبونو په لړ کې، د هرات په ښکلي او تاریخي ښار کې د خپلې فعالې څانګې تر څنګ;
پښتني بانک د دوامدارې پراختیا او پرلهپسې بریالیتوبونو په لړ کې، د هرات په ښکلي او تاریخي ښار کې د خپلې فعالې څانګې تر څنګ، دا ځل د هرات مېشتو هېوادوالو د لا ښه خدمت په موخه د هرات په ګمرک کې یو نوی، عصري او معیاري بانکي کونټر پرانیست.
زموږ مسلکي ټیم هڅه کوي چې د دغه کونټر له لارې پېرودونکو ته د عصري اسانتیاوو ترڅنګ، د اسلامي بانکوالۍ له اصولو سره سم بانکي چوپړتیاوې په چټک، باوري او اغېزمن ډول وړاندې کړي.
پښتني بانک تل ژمن دی، چې د اعتماد، نوښت او خدمت محور لیدلوري پر بنسټ، د خپلو هېوادوالو لپاره غوره، خوندي او دوامدارې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.
پښتني بانک – زموږ خپل بانک
