مرابحه تمویل (سوداګرۍ او پرچون پلور)

وروستۍ ځل تازه شوی ۱۴۰۴ لړم ۲۷
4 دقیقې لوست

لنډیز: لګښت جمع پلور. بانک ټاکل شوي توکي اخلي او بیا یې پېرودونکو باندې دلګښت جمع ټاکلې ګټې سره په قسطونو پلوري.

پړاوونه:
۱) پېرودونکي غوښتنه کوي او توکي مشخصوي.
۲) بانک توکي رانيسي؛ ملکیت او خطر د بانک پر غاړه وي.
۳) بانک یې پرپېرودونکي په لګښت + ګټه پلوري؛ بیه ثابته او څرګنده وي.
۴) پېرودونکي دټاکلي مهال‌ویش له مخې قسطونه ورکوي؛ ممکن تضمینات وغوښتل شي.
د استفادې موارد:  تجهیزاتو، وسایطو او مصرفي توکو اخیستل.