د کمپلاینس او مالوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د کورنۍ پلټنې لوی مدیریت
Publish Date: 2026-09-28
Closing Date: 2026-10-05
Reference No: 016
Number of Vacancies: 1
Work Type: Full Time
Salary Range: As Per Organisation Salary Scale
Experience Required: 3+ Years
Probationary Period: Three Months
Contract Type: Permanent
Contract Duration: Permanent
Contract Extension: Yes
Languages: Dari, Pashto, English
Functional Area: Information Technology , Banking
Nationality: National
پښتني بانک په اړه:
پښتني بانک چې په ۱۹۵۴ کال کې جوړ شو، یو دولتي مالي بنسټ دی چې د افغانستان بانک له لوري د ټول هېواد په کچه د فعالیت جواز لري. له لومړۍ ورځې راهیسې، دا بانک د افغانستان د مالي سکتور یو بنسټیز ستن پاتې شوی، د مالي شمولیت په پراختیا او د افرادو، سوداګرو او ادارو لپاره د شریعتمحوره مالي حللارو په وړاندې کولو کې مخکښ دی.
بانک د ۱۲۰ میلیونه افغانیو پانګې او ۲۲ کارکوونکو سره د فعالیت پیل وکړ، چې اصلي ونډهوال یې د تقاعد صندوق او د کرنې پراختیا بانک وو. د لرلید لرونکو مشرانو په رهبرۍ کې، بانک ژر وده وکړه، نوې څانګې یې پرانیستلې او حتی په پاکستان کې یې څانګې تاسیس کړې.
د خپل تاریخ په اوږدو کې، پښتني بانک د افغانستان د اقتصادي ودې ملاتړ کړی او د محلي ټولنو او حقیقي سکتورونو ترڅنګ یې فعال رول لوبولی دی. د دې بانک پراخ محصولات او چوپړتیاوې د بازار د بدلونونو سره سم برابر شوي او د روڼتیا، عدالت او شرعي اصولو پر بنسټ وړاندې کېږي.
پښتني بانک د اصلاحاتو او عصري کېدو له لارې خپل عملیات پیاوړي کړي، د حاکمیت چوکاټ یې ځواکمن کړی او د نړیوالو معیارونو سره یې ځان عیار کړی. د نظار پلاوی، د کمپلاینس، خطر او داخلي تفتیش ځانګړې برخې او قوي حاکمیت د دې بانک د حساب ورکونې او باور سرچینه ده.
نن ورځ، پښتني بانک د افغانستان له درنو مالي بنسټونو څخه شمېرل کېږي، چې د نوښت، مقاومت او د ملت د چوپړتیا لپاره د اخلاقي بانکوالۍ له امله پېژندل کېږي.
د دندې لنډیز:
د دندې موخه:
د بانک اړوند قوانینو، مقرراتو، پالیسیو، پروسیجرونو او د کورنۍ پلټنې نړیوالو معیارونو مطابق د حضوري ، غیر حضوري او تعقیبي پلټنو ترسره کول او همداراز د چارو ښه والي او سمون په موخه د راپورونو وړاندې کولو له لارې د بانک واکوالو مقاماتو ته د وړاندیزونو او مشورو وړاندې کول په همدی توګه د واکوالو مقامونو د لارښوونو ، سپارښتنو او کورنۍ پلټنې د مخکنیو راپورونو تعقیب او په تړاو یې د شعبو له اصلاحي کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول .
اساسي مسئولیتونه:
دندې او مسؤلیتونه:
1 د کورنۍ پلټنې پالیسۍ،منشور، اخلاقي کوډونو، او نړیوالو معیارونو سره سم د پلټنې له ترسره کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول
2 د افغانستان بانک ته د تنفیذي اقداماتو راپور له لېږد څخه د مخه د هغه کتل او ورڅخه ډاډ حاصلول
3 نظار پلاوي ته د مواردو له لېږد څخه د مخه د هغوي کتل او ورڅخه ډاډ حاصلول
4 د بانک د کورنیو پالیسیو او د افغانستان بانک د مقرراتو رعایتول
5 د کمپلاینس له کارپوه، مالوماتي ټکنالوجۍ ډلمشر او تعقیبي ډلې سره په پلټنو کې مرسته کول.
6 د KYC, AML/CFT او کمپلاینس اړوندو راپورونو تحلیل
7 د شکمنو فعالیتونو او غیر معمول معاملاتو تشخیص
8 د پلټنو راپورونو د وړاندیزونو له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول او تعقیب
9 په سیسټم کې په دوامداره توګه د حساب پرانیستنې له پروسې څارنه او د ملاتړ اسنادو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول
10 په ورځني ډول د کامرو له لارې د څانګو د سرصرافانو، صرافانو د کړنو ارزول او د کارمندانو د شتون څارنه
11 په ورځني ډول د څانګو د خزانو د پرانیستنې او تړنې او همداراز یې له لمېټونو څخه په غیر حضوري ډول د کامرو او سیسټم له لارې څارنه کول
12 په کاري پلان، سټراټیژیک پلان، سرچینو پلان، چک لستونو او ریسک راجسټر په چمتو کولو کې له د کورنۍ پلټنې له آمر سره مرسته کول
13 د جي پي اس له لارې د خزانو د لېږد مسیرونو او ټولو موټرونو کنټرول او څارنه
14 د اړتیا له مخې آمر د لارښوونې مطابق د شعبو پلټنه او ځانګړو پلټنو کې د پلټنې له ډلو سره پلټنه ترسره کول
15 په دوامداره توګه د شعبو د نیمګړتیاوو له پوره کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول
16 د اړتیا په صورت کې دآمر د لزوم دید په اساس شعبو سره په پای ناستو کې ګډون کول
17 په دوامداره توګه په سیسټم کې د صفر بیلانس، غیر فعالو او تړل شویو حسابونو کتنه او ارزونه
18 په سیسټم کې په دوامداره توګه د حساب پرانیستنې له پروسې څارنه او د ملاتړ اسنادو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول
19 د افغانستان بانک له نظارتي ډلو او د بهرنۍ پلټنې ډلې سره مرسته کول او ورته د اسنادو وړاندې کول
20 په ورځني ډول له سیسټم څخه د ټولو انتقالیو او راپورونه ترلاسه کول ، د اصولو مطابق یې د اسنادو له بشپړتیا څخه ډاډ ترلاسه کول
21 د ګټې او زیان په ګډون په سیسټم کې د ټولو راپورونو کتل، د بانک د ورځنیو معاملو کتل په سیسټم کې د فیس او کمېشن له ثبت څخه ډاډ ترلاسه کول ورځنیو ، اوونیزو او میاشتنیو راپورونو ارزول او له TB سره د بیلانس بوکونو کتل
22 د کورنیو کنټرولونو په ارزونه کې د کورنۍ پلټنې له آمریت سره مرسته کول
23 د تعقیبي راپورونو او د هغوي د اسنادو کتنه
24 د تعقیبي راپورونو او د هغوي د اسنادو کتنه او همداراز د کورنۍ پلټنې د راپورونو په تړاو د شعبو له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول
25 په ټاکلي وخت د پلان د تطبیق په موخه د مدیریت اړوندو ډلو له لورې پر خپل وخت د پلټنو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول
26 د اړتیا پرمهال په حضوري پلټنو کې برخه اخیستل
27 د کورنۍ پلټنې آمراو واکوالو مقامونو له لوري د سپارل کېدونکو کاري پلانونو د راپور چمتو کول او وړاندې کول .
28 د فعالیتونو د تنظیم او مقتضي کړنو په لړ کې د تصمیمونو د نیولو پرمهال د ډلې د غړو د پام راګرځول ، لارښوونه کول او مشوره وړاندې کول .
29 د بانک د اسرارو ساتنه په ځانګړي توګه په هغو حالاتو کې چې پلټنه کېږي .
30 له قانون سره سم د اداري کړنو ، په اړوندې کاري ساحه کې د چلند ډول مقررې او د ادارې اخلاقي کوډ له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول او رعایتول .
31 د پلټنو په چارو کې د نظم او اغېزمنتیا د ایجاد لپاره تر اثر لاندې کمپلاینس پلټنې ډلې، مالوماتي ټکنالوجۍ ډلې او تعقیبي مسؤل د دندو تنظیم او مدیریت .
32 د کورنۍ پلټنې آمر له لورې سپارل کېدونکو ټولو هغو دندو ترسره کول چې له قوانینو ، مقرراتو او د ادارې له موخو او پالیسۍ سره سمون ولري .
33 د بانک له سرچینو ، شتمنیو ، او توکو څخه ساتنه او اغېزمنه ګټه اخیستنه.
34 د کورنۍ پلټنې له همکارانو ، تر پلټنې لاندې شعبو ، د کورنۍ پلټنې له آمر سره د اړیکو او اغېزمنې او مسلکي همغږۍ رامنځته کول او پالل .
زده کړې:
د ګمارنې شرایط:
1 د زده کړې برخه: په اقتصاد ، عامه اداره ، ادار او سوداګرۍ او مالي مدیریت کې د لږ تر لږه لسانس سند درلودل .
2 کاري تجربه: دندې پورې د تړلې لږ تر لږه دریو کلونو کاري تجربې درلودل .
3 اړین مهارتونه: "1. د ډله ایز کار ، مدیریت او رهبرۍ مهارت درلودل .
2. په ملي ژبو او اینګلیسي ژبه د لیکلو او راپور وړاندې کولو مهارت درلودل .
3. دندې پورې په اړوندو کمپیوټري پروګرامونو تسلط .
4. په کار کې پرېکنده ، ریښتونی ، د غوره چلند خاوند ، نوښتګر ، با ډیسپلینه ، د دندې په وخت پورې پابند ، ډله ایز کارته علاقمند ، مسؤلیت مننونکی ، تصمیم نیونکی او په مسلکیتوب سمبال ."
4 تشویقی موارد : د CIA، ACCA,CPA & CA ,CSAA, ACAMSسند درلودل.
د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې:
له ټولو لېواله نوماندانو څخه غوښتنه کېږي چې خپل غوښتنلیک (سي وي (CV)، د زده کړو اسناد، او د تذکرې سکن شوې کاپي، ټول په یوه PDF فایل کې) د پښتني بانک د بشري سرچینو (HR) څانګې ته وسپاري.
یوازې بشپړ غوښتنلیکونه به ومنل شي، او یوازې له لنډلست شویو نوماندانو سره به د مرکې لپاره اړیکه ونیول شي.